
روهي( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر د هند له دفاع وزیر سره کتلي دي او پر بېلا بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
مارک په دې لیدنه کې ویلي، چې هند یې په سیمه کې تر ټولو نږدې متحد، باوري او دفاعي ملګری دی.
دده په خبره دواړو لوریو په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او د نړیوالو مسایلو په اړه پر دوه اړخیزو همکاریو بحثونه کړي دي.
هندي لوري هم په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی په سیمه کې د روانو مسایلو په اړه له امریکا سره همکاري لري او په دفاعي برخه کې د امریکا او هند ملګرتیا د ډاډ وړ ده.