حرامه مینه

روهي( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، یو ځوان چې په یوې انجلۍ مین و او یوه ورځ یې زړه وغوښتل چې باید نن ورځ نجلۍ هم باید پوهه شي د همدې کار د کولو په خاطر یې زړه د فرصت په لټه کې شو ترڅو د وضعیت تشریح کولو فرصت ومومي ، یوه ورځ چې هغه کار ته روان ، په لاره کې د نجلۍ سره مخ شو د هغې څخه د یې د ودرېدو غوښتنه وکړه او ورته یې وویل زه ستاسو سره زما په زړه کې دا ډول اړیکې لرم چې زه ستاسو پرته ژوند نشم کولی. زه غواړم تاسو سره ووینم.
 

نجلۍ د حالت په لیدو په فکر کې شوه او په خبرو یې پیل وکړاو په ځواب کې یې وویل ، "څومره چې تاسو زما سره مینه کوئ ، زه هم له هغې زیاته مینه له تاسو سره ډیره مینه لرم." مګر زه د الله تعالی څخه ویره لرم د هلک رنګ زېړ وتښتېد ځکه دغې نجلۍپه ​​دومره اخلاص سره خبرې وکړې چې د هغه زړه نړۍ بدله شوه ، پدې فکر کې چې هغه باید دا حرام مینه پریږدي او له دې وروسته به هیچا ته خپل ژوندانه کې هيڅ ډول ضرر نه رسوي او له خآن سره یې پرېکړه وکړه راځئ چې علم ، نیکي او تقوی ترلاسه کړو ځکه همدا دي چې ژوند په ښه لور روانولی شي.
 
 
هلک له دې ځای څخه د یو لوی عالم په لور چې ده پېژنده حرکت پیل کړ ، د لارې په اوږدو کې یو بل سړي سره مخ شو. داچې د دواړو مزل اوږد او لوری یې یو طرف و نو مجبور شول، چې دواړه باید نږدې شي ، پریکړه یې وکړه چې دوی یوځای سفر وکړي.
 
دا وخت د اوړي ګرمه ورځ ده او اسمان شین دی چې خورا سخته ګرمي ده خو ورېځو خپلې غاړې د غرونو په سرونو راچولي دي ، ځوان داسې فکر کاوه چې دا هم د خدای رحم او برکتونه دي چې سیوری لرو اوه ځان سره فکر کوي چې دا سړی به چېرته روان وي؟ د الله جل جلاله جلال. کله چې دوی جلا شول، نو سړي ولیدل چې ورېځ د ځوان په طرف روانه شوهنو سړي په ځوان غږ کړ چېرته روان یې او څه خوښوې؟ چې الله دې نعمت درکړي؟
 
هغه وویل: "زه ګناهګار یم او توبه ته رسیدلی یم. خو زه مې د خدایه غواړم چې هغه ما د اخرت له ګرمۍ وژغوري او د توبې په برکت سره زه یې زه د نړۍ له تودوخې څخه وژغورلم.

سړي هم له ځان سره فیصله وکړه چې له نن څخه وروسته به زه هم هيڅ ډول ګناه نه کوم ، زما دې هم له کناه څخه توبه وي.