
روهي( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، څه باندې ۱۲۰ هېوادونو په ژنيف کې د بشپړ اُتونوم يا خپلواکو وسلو او روباټونو د استعمال پر ځينو اساسي معيارونو توافق کړی دی. د آلمان خارجه وزارت په يوه بيانيه کې د يوه لومړني نړيوال توافق څخه خبرې کوي.
د وژونکو روباټونو د درولو په نوم د نړيوال کمپاين په څېر د دغسې وسلو مخالفين د خپلواکو وسله والو سيستمونو چې پرته د انسان له هدايت څخه هدفونه په نخښه کوي، بشپړ ممنوعيت غواړي. هغه اساسي پرينسيپونه چې ورباندې اوس توافق شوی، حقوقي لازم الاجرا بڼه نه لري، بلکې داسې يو سياسي چوکاټ ورته رامنځ ته شوی چې د وسلو توليدونکي هېوادونه يې نه مراعاتوي. دغه خبره د وسلو ضد د ياد کمپاين وياند، توماس کويشنمايستر، کوي.
د هغه په خبره د انسانانو د ژوند او مرګ په اړه پرېکړه بايد ماشينونو ته ور نه پرېښودل شي، ځکه چې وژونکي روباټونه کومه اخلاقي پرېکړه نه شي کولی. د هغه په خبره کله چې داسې سيستمونه او روباټونه رامنځ ته کيږي او توليديږي، نو ماموريت او استعمال يې هم احتمالي بڼه غوره کوي.