اوکراین کې د داعش ډلې د جګړې دویم قومندان نیولی دی

روهي( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، د اوکراين استخباراتي اداره وایي چې د ګډو نړیوالو عملیاتو په ترڅ کې یي د «اسلامي دولت» یا داعش په اصطلاح د جګړې مرستیال وزیر نیولی دی. البرا شیشاني، د داعش د جنګي چارو د قوماندې دویم مسئول پاتې شوی دی.

د اوکراین استخبارتي ادارې (ِاس بي یو) ویلي دي چې دوی په جارجیا ښار کې د البرا شیشاني په نوم یو تن نیولی دی. د نوموړي ادارې په حواله له یوه انځور څخه تائیدیدلی شي چې هغه د داعش یو جګ پوړی قوماندان وو.
 
شیشاني د اوکراين د پلازمېنې کییف په یوه اطرافي سیمه کې په یوه داسې عادي کور نیول شوی، په کوم کې چې هغه اوسیده.
 
د اوکراین استخباراتي ادارې د شیشاني د نیولو خبر ورکړی دی، خو د هغه د نیول کیدو د وخت په اړه یي څه نه دي ویلي. د نوموړي ادارې له خوا د خپاره شوي یوې اعلامیي په حواله له یوه انځور څخه دا ثابته شوه چې تر تعقیب لاندې دغه بهرنی وګړی په اصل کې د داعش یو ډیر مهم قوماندان دی.
 
(ِاس بي یو) دا هم ویلي دي چې دغه ترهګر یي د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی ای) او د جارجیا د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ د ګډو نړیوالو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.