
روهي( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، پاکستان کې د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ځینو نورو ګوندونو له خوا د حکومت پرضد د لاریونونو لړۍ د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې روانه ده.
د جميعت علما اسلام (ف) غړو د لاریون په توګه قراقرم لويه لاره تړلې ده چې له وجې يې مسافرو ته ستونزې دي.
دا لاره چین او پاکستان سره نښلوي او احتجاج کونکو له تېرو درو ورځو راهېسې د مانسهرې په ډانډي سیمه کې تړلې ده.
په دې سربېره د بلوچستان په حب سیمه کې لاریون کونکو هغه لاره تړلې چې کراچۍ ته ځي.
ځايي پولیس وايي د جمیعت علما اسلام د لسګونو کارکونکو خلاف یې مقدمې جوړې کړې دي خو څوک یې تر اوسه نیولي نه دي.
د خیبر پښتونخوا د نوښار په حکیم اباد سیمه کې هم لاریون کوونکي لارو ته راوتلي دي. په چکدره کې دیر، سوات او چترال ته ورغلې لاره تړلې ده او له نورو سیمو هم ورته خبرونه دي.