ذهن مو څنګه چټک کړو؟

ذهن مو څنګه چټک کړو؟ یو شمېر څېړنې ښیي چې د ورځو په اوږدو کې ورزش کول،چټک قدمونه اخیستل او اوږد مزل کول د انسان دماغي وړتیا غوره کوي. د دې لپاره چې د ورځې په اوږدو کې ډېر کارونه ترسره کړو او په سمه توګه یې ترسره کړو،سره له دې د ستړتیا احساس هم ونه کړو نو لاندې ځينې لارښونې ذکر شوي چې په پلې کولو به یې ذهن چټک کار کوي.د یادولو وړ خبره ده چې دا لارښونې دTonic په نوم د طبي پوهانو مجلې هم ذکر او تایید کړي. ۱ـ د ورځې خوب کول:د ورځې په اوږدو کې خوب کول د انسان پر دماغي وړتیا او کار سرته رسونه مثبت اغېره کوي .له بلې خوا ډاکتران وایي د ورځې ۲۵ دقیقو پورې خوب کول د پوهې او ښوونې وړتیا ښه کولو لپاره بسیا کوي. ۲ـ چای یا کافي څښل:کافي یا چای څښل د ورځې په اوږدو کې د تمرکز او حافظې ښه کولو کې وړتیا زیاتوي.څېړنې ښيي د ورځې چای څښل مو له هغو ستونزو څخه چې د خبرو کولو پر مهال ورسره مخ یو ښه ورکوي. ۳ـ د تیلفون او الکرونیکي وسایلو څخه لرې والی:د برېښنایي وسایلو لکه ګرځنه مبایل.کمپیوټر،لپټاپ او داسې نورو استعمال د دماغي کارګردګئ د سستوالي لامل کیږي ،او د معلوماتو ساتنې وړتیا له منځه وړي نو له دې شیانو لرې والی مو د ذهن فعال او چټک کولو لپاره ډېر ښه ده.