
روهي(نۍ/۲۵ د لړم)، د نويو اقداماتو له مخې به د ایران د هر موټر څښتن ته د میاشتې اوږدو کې د ۱۵۰۰۰ ریالو یا ۱۳ امریکايي سېنټو بدل کې ۶۰ لیټره پټرول ورکول کېږي او له دې زیات هر لیټر به ۳۰ زره ریاله اضافي لګښت لري. اي پي خبري اژانس د ایران دولتي رسنیو له قوله وايي، د هېواد په دویم لوی ښار مشهد کې قهریدلو احتجاجیانو په لویو لارو کې خپل موټرونه درولي او لارې یې تړلې دی. رپوټ زیاتوي د احتجاجونو لړۍ د مشهد، بیرجند، اهواز، ګاشسران، ابادان، خرم شهر، مشهد، شیراز او بندر عباس په ګډون یو شمېر نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده نیمه دولتي اژانس ایس این اي په رپوټ کې د سیرجان والي له قوله ویل شوي چې دغه پېښه کې یو کس وژل شوي او شمېر نور ټپیان دي.