
روهي( نۍ/۲۵ د لړم )، پاکستاني چارواکي وايي د هېواد د سېند ایالت په بېلا بېلو برخو کې په تندر او تیزو بارانونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د سېند حکومت ویاند سعید غني له قوله چې سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او ژغورونکې ډلې تهر ريګستان سيمې ته رسېدلي دي.
غني ویلي د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان د تندر او ودانیو پریوتو په پېښو کې ژوبل شوي او په روغتونونو کې یې درملنه روانه ده.