
روهي( نۍ/۲۵ د لړم )، کويټې په سيمه کې د ريموټ کنټرول بمي چاودنې ۲ امنيتي کسان وژلي او ۵ نور يې ټپيان کړي دي.
امنیتي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط پاکستان رسنیو ته ویلي و ، چې د سرحدي قول اردو (ایف سي) موټر د زاړه کچلاک بائی پاس په سیمه کې د ریموټ کنټرول بم په واسطه هغه مهال وچاودید کله چې دوي په سیمه کې د عادي ګزمې پر مهال بوخت وو.
ټپیان سمدلاسه د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اکتوبر په ۲۱ هم په کوټه کې په پاکستاني سرتېرو چاودنه شوې وه او په هسپانوي سړک د چاودنې په پایله کې د دوه پولیسو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي وو.