روهي( نۍ/۲۲۵ د لړم )، په نړیوالو بازارونو کي د کوچنیانو څخه د جنسي سؤاستفادې فلمونو د خرڅلاو په ارتباط د یوه پاکستاني څخه تحقیقات روان دي. هغه حداقل د ۳۰ کوچنیانو فلمونه او ویدیوگاني اخیستي او د انلاین له لاري یې خرڅ کړي.
دغه خبره محلي پاکستاني چارواکو کړې ده. د پولیسو مامور،رای مظهر چي له شکمن مجرم څخه تحقیقات کوي، وویل چي هغه د کوچنیانو څخه د جنسي استفادې(پورنوګرافي) دغه فلمونه او ویدیوګاني بیا په اروپا کي خرڅولې. ددغه مامور په خبره پاکستاني چارواکي اوس په نورو هیوادونوکي هم د چارواکو سره په ارتباط کي دي.
د پولیسو محلي قومندان، فیصل رانا وویل، چي شکمن مجرم کس د پایتخت اسلام آباد سره نژدې په راولپنډۍ کي نیول شوی دی. تر دې دمخه شکمن مجرم کس په بریتانیا کي هم د کوچنیانو څخه د جنسي سؤاستفادې په دلیل بندي شوی او اخراج شوی ؤ. د عین جرم په خاطر هغه له ایټالیا څخه هم اخراج شوی ؤ.
وروستي