
روهي (جمعه/۲۴ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو په کلیفورنیا ايالت کې يو وسله وال د ښوونځي دننه ډزې کړې دي چې د زده کوونکو په شمول يو شمېر کسان يې ټپيان کړي دي.
ياد ايالت کې د پېښې سره نيږدې روغتون مسوولين وايي چې تر اوسه شپږ ټپيان وروړل شوي دي، چې د درېيو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
پوليس وايي چې د بريدګر يې هم په ډزو ټپي کړی دی او اوس د درملنې لپاره روغتون کې دی چې وروسته به ترې پوښتنې - ګروېګنې وشي.