
روهي (جمعه/۲۴ د لړم)، برازيل کې د (تباته امارال) په نوم يوه ۲۵ کلنه ځوانه له نورو نوماندانو سره په توپيرو رايو توانېدلې ده چې په ممتاز ډول د برازيل کانګرس ته لار پيدا کړې.
نوموړې په يوې غريبې کورنۍ کې زږېدلې ده خو اوس وايي چې د نشه يي توکو او بې وزلۍ پر وړاندې به مبارزه وکړي او د زده کړو له لارې به د برازيل وګړو ته د هوسا ژوند لارې برابرې کړي.
نوموړې يو شمېر رسنيو ته ويلي، "پلار مې په ۳۹ کلنۍ کې نشه يې توکو را وواژه. زما ډېری ملګرو ښوونځی او لېسه سرته ونه رسول. نجونې په ډېر کم عمر کې میندوارې کېدې، خو ما د زدکړو هغه اسانتیاوې درلودې چې په کلي کې مو نورو نه درلودې."
دغه برازيلۍ نوې سياستوالې د امريکا په يو معتبر پوهنتون کې لوړې زده کړې تر سره کړې دي.