پوتين: که ټرمپ مسکو ته راشی ورسره ګورم، ګني نور ور سره د لېدنې هېڅ پلان نه لرم

روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين هيله ښوودلې ده چې د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ به پر فاشیزم د بري کلیزې په مناسبت مسکو ته سفر وکړي.

پوتين وايي چې پر فاشیزم د بري کلیزه راتلونکی کال مې مياشت کې په مسکو کې لمانځل کيږي او غوره ده چې ولسمشر ټرمپ به هم په کې ګډون وکړي. پوتين ويلي چې که چېرې ولسمشر ټرمپ مسکو ته راشي نو ورسره به وګوري ګني نور ور سره د لېدنې هېڅ پلان نه لري.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړيکې په دې وروستيو کې د اوکراین او سوریې پر سر پر کړکېچ اوښتې دي.