د فرانسې کیسه

روهي(پنځه نۍ/۲۳ د لړم)، فرانسه کې اول ځل پر ولسي ځایونو برید نژدې ۴۰ کاله مخکې یا پر ۱۳۵۹ کال د ایران د پخواني او وروستي شاهي لومړي وزیر پر استوګنځي یوې اسلامي ډلې وکړ چې دوه پولیس او د شاه پور بختیار یو ګاونډی پکې ووژل او دوه نور ټپي شول. څلور کاله مخکې په اروپا کې فرانسه د خونړیو بریدونو ډګر وه. یوه ډله بریدګرو چې ځان یې د "اسلامي دولت" غړي بالل د "الله اکبر" ویلو سره یې د پاریس شمال ته د ۸۰ زره کسانو پر سټیدیم برید وکړ.هغه هم په داسې مهال چې د فرانسې او جرمني ملي لوبډلو خپلمنځي لوبه لرله او له نندارچیانو ډک و. د هغه وخت ولسمشر فرانسوا اولاند هم نندارچي و، خو بریدګر سټیډیم ته ننوتلو کې پاتې راغلل او واسکټونو ته یې بهر چاودنې ور کړې.په همغو شېبو کې د بریدګرو بلې ډلې هم پاریس کې پر هوټل او خوړنځي او بتکلان کنسرټ تالار باندې برید سره ۱۳۰ کسان ووژل او لسګونه نور یې سخت ټپي کړل. دا تر ټولو خونړي بریدونه و چې فرانسه کې د "اسلامي دولت" په نوم وشول، خو وروستي او لومړني نه و.