
د یوې شاهزادګۍ په شان......! ته د دې پوره حق لرې، چې د خپل فکر او خیال په شان د ژوند وکړې،او خپله خندا هېڅ کله هېره نه کړې.که څه هم دې نړې کې د داسې کس په تمه اوسېدل چې تاته به په خوله خندا راولي د ژوند لویه تېروتنه ده،دلته څوک مشته چې د تا د زړه له حاله ځان خبر کړي او دتا د خوښۍ لپاره کوم څه ترسره کړي. هغوی چې له تا مخکې اوسېدل او یا هم درسره دي ته ورته ځېر شه، چې ولې خفګان لري؟ولې زړونه یې په ټټر کې سوزېدلي؟ولې هره ورځ یې تر تېرې ورځ حالت خرابیږي؟ولې له ژوند کولو ستړي دي؟ په اصل کې مونږ ځان داسې روزلی ، چې باید یو څوک مونږ درک کړي،حداقل په ژوند کې زمونږ نږدې کسان لکه:مور،خور،ملګرې او یا هم د ژوند ملګریو خو پام مو ده چې دوی هم تر یوه حده کولی شي چې ستا کولی شي چې پر یو چا پام وکړي. خو په اصل کې د دوی خبرې او یوې کړنې هم زمونږ د زړه بړاس مو کینوي. ځکه دوی زمونږ د خوښۍ مسوول نه دي .دا مونږ یو ،چې د ځان لپاره به هڅه کوو. مونږ خپله په ځان پام نه کوو.هغه څه چې زړه مو غواړي نه یې ترسره کوو، او د دې په تمه یو چې کوم بل څوک مونږ ته خوښي راپه برخه کړي ،خو دا هم مه هېروئ چې هغه څوک چې تا ترټولو ښه درک کوي او ستا په ټولو ضروریتونو پوهیږي او یوازې او یوازې ته پخپله یې. د یوې شاهزادګۍ په شان اوسېدل او یا هم د یوې مات وزې مرغۍ په شان اوسېدل ستا ټاکنه ده،چې پر کومې لارې لاړه شې.ځانه قدر ورکړې،د ځان ستاینه وکړې،او د ځان په ضروریتونو پوی شې. دا چې ته څه غواړې،څنګه یې غواړې واوسې دا ستا ټاکنه نه و؟ نو له نورو د دې تمه درلودل چې تا به خپلو هیلو ته رسوي، تا به درک کوي دا نو کوم منطق شو؟ په شېبو کې اوسېدل،له شېبو خوند اخیستل،او له همدې شېبو ګټه اخیستل د خيلو هیلو ته د رسېدلو لپاره دا ستا کار ده نه د نورو. لیکواله:مریم صدیقي