
روهي( پنځه نۍ/۲۳ د لړم )، لوران سيمونس خپل ښوونځی په امستردام کې په اته کلنۍ کې پای ته رسولی او اوس په ۹ کلنۍ کې له پوهنتون څخه فارغيږي. هغه چې د ( نابغه ماشوم) په نوم ياديږي، دوه ورځې وروسته به د خپل وروستي سمستر آزموينې ورکړي.
لوران سيمونس د پوهنتون انګر ته له داخليدو سره سم، په چټکۍ يوه اوږده لار وهي، د ېوې ښيښه ېې دروازې مخې ته دريږي او بيا د سترګو لاندې د يوې لنډې کتنې وروسته، کوټې ته داخليږي او وايي: سلام، زه راغلم. پروفيسر پيتر بالتوس له دا ډول محصلانو سره ډير لږ مخ کيږي.
لوران يو عادي محصل نه دی. هغه چې په بلجيم او هالند کې لوی شوی، اوس په ۹ کلنۍ کې د آيندهوفن پوهنتون له تکنالوژۍ څانګې څخه د خپل ليسانس اخيستو په درشل کې دی.
هغه د ۲۰۱۸م کال راهيسې د هالند په دغه مشهور پوهنتون کې چې د دغه هیواد په سويل ختيځ کې پروت دی، د الیکترو تخنيک په برخه کې لوړې زده کړې کوي. هغه په خپلو درسونو کې ځان ډير آسوده او آرام احساسوي. اوس نور محصلان هم عادت شوي دي چې يو ۹ کلن هلک له هغوی سره يو ځای د لابراتوار په آزموينې کې ګډون کوي. لوران د ۲۰۱۸م کال په دوبۍ کې له ليسې څخه فارغ شو او په آيندهوون پوهنتون کې يې لوړې زده کړې پيل کړي.
له دغه کوچني محصل څخه د يو (نابغه ماشوم) په توګه يادونه کیږي. رسنۍ هغه له اوسه د فزيک د نوبل جايزې ګټونکو پوهانو، ستيون هاوکیګ او البرت اينشتاين سره پرتله کوي.
هغه په ډيرې ساده ګۍ سره خپلې اوږې پورته اچوي او وايي: دا زما له پاره بې تفاوته ده.