
روهي( پنځه نۍ/۲۳ د لړم )، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي.
په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او انقرې اړیکې ترینګلې شوې دي، خو ولسمشر ټرمپ پرون د اردوغان تود هرکلی وکړ.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر وویل، په دې کتنه کې به پر دوو مهمو مسئلو د سوریې په شمال کې د کردانو پر سیمو د ترکي ځواکونو حمله او له روسیې د راکټي سیسټمونو اخیستل چې د واشنګټن او انقرې روابط یې کړکېچن کړي دي، بحث وشي.