
روهي( پنځه نۍ/۲۳ د لړم )، د امنيتي مسؤلانو په وينا نن شاوخوا لس بجې د خوست د صبري او یعقوبیو ولسوالۍ د خلبېسات په ښار ګوټي کې يوې بم چاودنې يو ملکي وګړی وژلی، دوه ملکيان او دوه د اردو سرتېري يې ټپيان کړي دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وويل، چې بم په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی و او د ملي اردو د موټرو د تېريدو پر مهال چاودل شوی دی. په دې ولايت کې د لومړۍ پلې ښايسته لوا مطبوعاتي دفتر هم د دوو سرتېرو ټپي کيدل ومنل خو وايي برسېرن ټپيا شوي.
تر دې مهاله يې چا مسؤليت پرغاړه نه دی اخيستی.