امریکا د سوریې په شمال کې د ۶۰۰ سرتېرو د دایمي پاتې کېدو اعلان وکړ

روهي( پنځه نۍ/۲۳ د لړم )، د متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک ایسپر د سوریې په شمال ختیځ کې د ۶۰۰ پوځي پرسونل دایمي ګمارلو اعلان وکړ.
 

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې جګړه "نه ختمیدونکې جګړه" وبلله او د امریکا دفاع وزیر د سوریې په شمال کې د ۶۰۰عسکرو دایمي استولو اعلان وکړ.
 

اسیا ته تر روانیدو دمخه رسنیو ته په وینا کې ، مارک اسپر وویل چې د سوریې له شمال ختیځ څخه د متحده ایالاتو سرتیري د وتلو په حال کې دي مګر خو شاوخوا۶۰۰ امریکایي عسکر به هلته د تیلو له تاسیساتو نظارت وکړي.
 
د متحده ایالاتو دفاع وزیر زیاته کړه چې د متحده ایالاتو سرتیري شمیر کمولی شي ځکه چې اروپای متحدین په سوریه کې د خپلو ځواکونو شتون پیاوړی کوي.