د تورخم ګمرک عایدات ډېر شوي دي

روهي( پنځه نۍ/۲۳ د لړم )، تورخم ګمرک په دوه ويشت ورځو کې ۱۲۲ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي
ننګرهار ولايت ګمرک رئيس نويد بشريار وايي تورخم ګمرک د لړم مياشتې په دوه ويشت ورځو کې د ښه مديريت او نظم رامنځته کېدو له امله ۱۲۲ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
 
د تورخم ګمرک مسئولين وايي، چې تېر کال يې د لړم مياشتې په ديرش ورځو کې ۱۲۲ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي و؛ خو سږکال يې د يادې مياشتې ټارګټ په دوه ويشت ورځو کې پوره کړی دی.
 
دوی د عوايدو لوړيدلو لامل په ګمرکي چارو کې د فساد لمنځه وړل، ښه مديريت، لاسوهنو مخنيوی او شفافيت رامنځته کېدل ياد کړل.