
روهي( پنځه نۍ/۲۳ د لړم )، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ برخوالو ته د پلان ب په ډاګولو پر مهال وویل چې دوی د هېواد نورو برخو ته له خپلوپلویانو سره په ملتیا د حکومت ختمولو په موخه خپل احتجاج ته دوام ورکوي.
نوموړي په خپله وینا کې وویل، د حکومتي کړیو دا خیال دی چې که دوی له دې ځایه پورته شي نو کار به یې اسان شي خو نوموړي وویل چې اوس به په هره کوڅه او هر ښارګوټي کې حکومت په پرامنه احتجاج رانیسي.
مولانا فضل الرحمن وویل چې پر بل توګه به هم خپله مبارزه هم په سوله ییزه توګه پرمخ بیايي. هغه وویل د ده دا مبارزه د ځان یا د خپل ګوند لپاره نه بلکې د ټولو هېوادوالو لپاره ده
د جمعیت علمای اسلام مشر وویل چې د خپل احتجاج له کبله د خلکو ورځنی ژوند په مشکل کې کړي بلکې دوی به خپل احتجاج پر لویو لارو پیلوي.