
روهي(څلورنۍ/۲۲ د لړم)، ۲۵ کلنه تباته امارال، چې د ساو پاولو په یوه بې وزله کورنۍ کې زیږېدلې، خو غواړي په تعلیم دودولو سره د بې وزله او په نشه د روږدو وګړو له کړاوه ډکه نړۍ په بهر کې د هوسا ژوند لرونکو برازیلیانو له نړۍ سره نژدې کړي تباته امارال، د دوو نړیو ترمنځ جنګېږي.خلک رانه پوښتي، خامخا به د کوم مهم کس لور یم، چې واده به مې کړی وي، ځکه ډېری خلک په دې نه پوهېږي، چې زه خپل استعداد تر دې ځایه رسولې یم." څو میاشتې وړاندې د پوهنې له وزیر سره د هغې د خبرو وېډیو ډېر کتونکي پیدا کړل، چې د نړیوالو رسنیو سرټکي شول، همدا وو چې تباته د امریکا د کانګرس له یوې غړې السکندریه اوکاسیو کارټیز سره پرتله شوه.