
روهي(څلورنۍ/۲۲ د لړم)، د سعودي عرب استخباراتي ادارې ویلي، د دوی له لوري پر خواله رسنۍ د یوه داسې ویډیويي کلېپ خپرېدل چې فېمینزم پکې سخت دریځۍ ته ورته یاد شوی، یوه تېروتنه ده، په دغه تبلیغاتي ویډیو کې فېمنزم، همجنس خوښول او ایتهیزم یا الحاد داسې خطرناک فکرونه بلل شوي، چې سعودیان یې باید په هکله هوښیا و اوسي. بل لور ته د سعودي بشري حقونو سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي، فمېنزم کوم جرم نه دی، خو همجنس خوښونه او الحاد یې نه دي یاد کړي. د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ځینې سازمانونو دغه ویډیو غندلې ده.