
روهي(څلور نۍ/۲۲ د لړم)، نواز شریف ته د بهر تللو اجازه ورکړل شوه او پاکستان فدارلي وزیر فروغ نسیم پلازمېنه اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل، نواز شریف او یا یې ورور شهباز شریف باید د ضمانت په توګه د اووه ملیاردو روپیو ضمانتي بانډونه ورکړي.د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر میا محمد نواز شریف ته د څلورو اونیو لپاره له هېواده د وتلو اجازه ورکړې. پخوانی لومړی وزیر د پاکستان له محکمې په ضمانت له خوشي کېدو وروسته لاهور کې په خپل کور کې تداوي کېږي او د هغه درملنه کوونکو ډاکټرانو له هېواده بهر د درملنې مشوره ورکړې وه. له دې مخکې تېر ماښام د پاکستاني لومړي وزیر اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان وویل، فدرالي ادارې ښاغلي شریف ته په مشروط ډول د بهرني سفر اجازه ورکړې.