ژوند مونږ ته هغه څه نه راکوي چې مونږ یې غواړو ولرو

هو بالکل ژوند مونږ ته هغه څه نه راکوي،کوم چې مونږ غواړو ولرو،ژوند مونږ ته هغه څه راکوي کوم چې مونږ یې د درلودلو لپاره تل کوښښ کوو.ژوند کې د بېرته راتلو په نوم کومه تڼۍ نه شته نو باید چې د هرې شېبې تېرېدو ته مو پام وکړو او یوه شېبه مو هم پرته له موخې او هدفه تېره نه کړو. د هر څه د مخه د لوړ هدف لپاره لوړ ګامونه اخیستل او لوړ فکرونه کول د بریا لار هواروي.نو د دې لپاره موباید په لومړي سر کې خپل ذهن وروزو.یعنې ستاسو په لاس کې ده چې ذهن ته مو ښه عادتونه ورزده کړئ او که بد یې وروزئ. د خپل ذهن روزل او عادتول هماغسې ده لکه یو څوک چې د پیانو غږول زده کوي او یا د شطرنج په لوبه ځان پوهوي.او دا هم مه هېروئ چې هر څه د ستوګو په رپ کې نه کیږي نو صابره اوسئ ځکه د صبر مېوه خوږه وي او همداسې ځینې کارونه وخت نیسي .مونږ خامه مېوه نه خورو او ورته په تمه کېږو چې پخه شي او ترې خوند واخلو او همدا د ژوند مانا ده چې په حقیقت کې هر څوک پرې نه شي پوهېدی نو ژوند ته باید په سرسري او عادي نظر ونه کتل شي. لیکنه:مریم صدیقي