د ولسمشریزو ټاکنو له پایلو وروستی جاج

له ولسمشریزو ټاکنو نیږدې یوه نیمه میاشت تیريږي. ولس یې لومړنیو پایلو ته ورځې شماري خو څوک نه پوهیږي چې کله اعلانیږي مګر ولسمشر غني د ټاکنو په ورځ ویلي و، چې پایلې به څو ورځې وخت نیسي او ژر به نوی ولسمشر لوړه کوي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال تلې میاشتې ۲۷مې نېټې ته وړاندوینه کړې وه. وروسته له دغې نېټې د ځینو تکنیکي ستونزو له امله په شا شول او د بیا ځل لپاره یې د لړم میاشتې پر ۲۳مه نېټه د لومړنیو پایلو او لیندۍ پر ۱۶مې یې د وروستیو پایلو اعلان ژمنه کړې.

د لومړنیو پایلو اعلان ته پوره درې ورځې پاتې دي مګر د کمېسیون او نوماندانو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې شاید د لومړنیو پایلو د اعلان ورځ وځنډیږي. د کمېسیون ځینو کمېشنرانو هم منلې چې دغه ورځ ګوندې بدله شي ځکه په مخکې یې نورې ستونزې را پیدا شوي دي.

په دې اړه د نوماندانو له لوري جنجال هغه وخت ډير جدي او رسنیز شو چې کله د ټاکنو کمېسیون د تېرې شنبې په ورځ (لړم۱۸مه) له دوی سره له مشورې پرته د څه باندې ۸ زره محلونو رایو د بیا شمېرنې لړی پیل کړه.

په ورته وخت کې د رحمت الله نبیل، عبدالله عبدالله او د حکمتیار ټاکنیزو ډلو د یادو محلونو د بیاشمېرنېلړۍ مخالفت وکړ او له کمېسیون څخه یې د ټاکنو له پروسې خپل څارونکي وېستل او د نومندانو شورا هم په کلکه مخالفت ښودلی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه دولت جوړونکی ټيم یو خوا او نور نوماندان بل خوا دي. اصلي خبره دا ده چې د دغو ټاکنو پایلې د غني له ټيم پرته بل هېچاته د منلو وړ نه دي ځکه د نوماندانو له ډلې څوک د لنډ مهاله حکومت غوښتنه کوي، څوک د ټولو رایو بیاشمېرنه غواړي او ځينې د بیاځلې ټاکنو ترسره کېدو خبرې کوي. د دوی دلایل په دې اړه ډير دي.

خو اکثره حاکم ټيم له درملوک کمپنۍ سره پر اړیکو لرولو تورنیږي چې له ټاکنیزو مصاروفو یې ډیر رشوت ورکړی ترڅو پایلې د دوی په ګټه وڅرخوي.

د ټاکنو کمېسیون پر مدیره هیئت د واک نه لرلو په اړه تبصرې هم بې سارې دي، وايي چې دوی ته د ټاکنو په اړه ټول معلومات د درملوک کمپنۍ له خوا په داسې حال کې ورکول کېږي، چې له دغې کمپنۍ سره د تکنیکي مسایلو د حل او فصل کولو په خاطر تړون شوی دی.

کمېسیون ته د ځینو هېوادونو سفیرانو ورتګ او له مسوولینو سره یې کتنو اندېښنې را پورته کړې، تر دې پورې چې د ملي شورا استازو پرې سخت غبرګون هم وښود.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، له کابو ۲۵زره محلونو څخه ۲۴۳۲ محلونو اسناد، بایومټریک الې او د حافظې کارتونه ورک شوي خو د حکمتیار په وینا دغه توکي د هغه چا له لوري غلا شوي څوک چې غواړي د تلقب له لارې ځان واک ته ورسوي او دوی ځکه دا کار کړی چې په دغو محلونو کې یې رایې نه درلودې.

دی وايي د دوی د معلوماتو له مخې د ۲،۷ میلونه رایو څخه ۱،۲ میلونه رایې تقلبي او بې بایومټریکه دي چې د ټولو رایو ۴۴ سلنه جوړوي او دغه رایې د ټاکنو کمېسیون د ټولو تګلارو له مخې غیر قانوني دي چې هېچاته د منلو نه دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند رحمت الله نبیل بیا ویلي، اوسني حکومت تر ټاکنو مخکې لا د درغلۍ پلان درلود او په همدې نیت یې بیت المال لوټ کړ.

له دوی مخکې عبدالله عبدالله د لویې جرګې په تالار کې خپلو پلویانو ته وویل، که کمېسیون بې طرفي اختیار نه کړي او خپلسری اقدام وکړي نو دوی د ټاکنو پایلې نه مني او که کړکېچ رامنځته کېږي نو مسوول به یې ولسمشر غني وي.

په دغو ټاکنو کې ټاکنیز جرایم، تخلفات او تقلبات هم کم نه وو، چې کمېسیون یې له څېړنې عاجز دی. حکمتیار په خبره، دغه مسایل څارنوالي او سترمحکمه نه شي حلولی په کاره ده چې د نوماندانو په موافقیت یو بې طرفه قضايي پلاوی جوړ شي.

د ټاکنو پایلو ته یوازې دولت جوړونکي خوشبین دی او په ډاګه یې د خپلې بریا بحثونه هم راپورته کړي دي. دوی ته لنډ مهاله حکومت سر کرښه او د اساسي قانون خلاف یې ګڼي او په مطلقاً د خپلې بریا په هڅه کې دي.