شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې بم چاودنې ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

روهي( څلورنۍ/۲۲ د لړم )، د شمالي وزیرستان په قبایلي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ۳ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
 
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) په وینا ، په شمالي وزیرستان کې د ریموټ کنټرول یو ریموټ کنټرول بم چاودنه شوې ، چې پکې یو ځوان هم ټپي شوی.
 
په دغه چاودنه کې وژل شوي سرتیري د سرتیري ساجد ، ریاست عسکر او سرتیری بابر شامل دي.
 

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.