
روهي( څلورنۍ/۲۲ د لړم )، بنګله دیش کې د چارواکو په خبره د اورګاډو په دغه ټکر کې چې د سهار په تیاره کې شوې، وژل شوي زیاتره مسافرین د خوب په حالت کې وو. د چارواکو په خبره په پیښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
بنګله دیش دوو اورګاډو چې په عینې پټلۍ باندې د حرکت په حال کې وو، مخامخ ټکر کړی چې په پایله کې یې ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي. د ځايي چارواکو په خبره په دغه پیښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور بیا ټپیان دي. د ژغورنې عمله اوسمهال په سیمه کې ده څو له ټپیانو سره مرسته وکړي.
د بنګله دیش د چارواکو په خبره تر اوسه پورې د پیښې له ځایه ۱۵ جسدونه راویستل شوي دي. هغوی ويره ښکاره کړې چې ښايي د تلفاتو شمیر له دې هم لوړ شي. د ټپیانو په هکله ويل شوي چې د پیښې له ځایه تر اوسه پورې ۴۰ تنه روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دی.