د اردغان سفر امریکې ته

روهي(درې نۍ/۲۱ د لړم)، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د چهار شنبې په ورځ د ( نوامبر ۱۴ مه ) په واشنګټن کې د امریکا له جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ سره ګوري، ددې سفر عمده هدف د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو په وړاندې د ترکیې د نظامي عملیاتو له پیل وروسته د واشنګټن او انقرې د ترینګولو اړیکو ښه والی بلل شوی دی.د ترکیې جمهور رئیس خبرداری ورکړی د کردي جنګیالیو په وړاندې د نظامي عملیاتو د دردیو هغه قرار دادونه چې له مسکو او واشنګټن سره تر خبرو وروسته ترلاسه شوي له خطر سره مخ دي. اردوغان کردي جنګیالي تورن کړي چې د ترکیې له سرحدي سیمو ندي به شاه شوي او د هغو بریدونو اسناد به هم ولسمشر ټرمپ ته وسپاري چې د مظلوم عابدي په مشرۍ د کردي جنګیالیو له خوا شوي دي او انقره کردي جنګیالي تروریستان ګڼي خو هغوی د امریکا په مشرۍ د داعش په وړاندې په جګړه کې د ائتلاف مهم متحدین دي.د امریکا کانګرس د ترکیې په وړاندې د پراخو بندیزونو ګواښ کوي چې یو شمیر یې خپله اردوغان په نښه کوي.