د عمران خان له پخوانۍ ښځې بښنه

روهي(درې نۍ/۲۱ د لړم)، پاکستان کې 'دنیا ' نومي شخصي ټلویزیون د لومړي وزیر عمران خان له پخوانۍ مېرمنې ریحام خان د هغو تورونو په تړاو بښنه غوښتې چې د دغه ټلویزیون په یوه خپرونه کې پر نوموړې پورې شوي وو. د ۲۰۱۸ کال جون کې د دنیا ټلویزیون په یوه خپرونه کې پر ریحام خان تور پورې شوی و چې د عمران خان له سیاسي سیال او اپوزېسیون مشر شهباز شریفه یې پیسې تر لاسه کړې، کتاب یې لیکلی او په دې کتاب کې د عمران خان ته سپورې لیکل شوې دي. د دنیا ټلویزیون هغه خپرونه په برتانیا کې هم خپره شوې وه او له همدې کبله ریحام خان د دغه ټلویزیون خلاف د برتانیا محکمې ته عریضه کړې وه.ریحام خان د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې له عمران خان سره واده کړی و او د همدې کال په وروستیو کې یې د طلاق له اخیستو وروسته د ژوند لاره جدا کړې و.