
روهي(درې نۍ/۲۱ د لړم)، د اسرایلو پوځ ویلي د اسلام جهاد غورځنګ د قدس پټې ډلې پوځي ځانګې قومندان د بها ابو العطا په نامه یې په غزه ښار کې په کور دننه وژلی ده. عیني شاهدانو ویلي چې د ښار دننه یوه لویه چاودنه شوې ده او د روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه دی ،ابو العطا او د هغه میرمن سره له دوه نورو کسانو ټپیان شوي دي. د اسراییلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي ویلي چې ابو العطا په ورستیو ورځو کې د اسراییلي وګړو او پوځیانو پر ضد د تخریبي عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی.