څړیکه

چې کله خفه شې نو زړه دې درد وکړي، ان قدم وهل هم درته ستونزمن شي نو د خلاصون د لار په لټه کې شې زړه دې غواړي چې په نوم د انس څېره ونه وینې ، ان له مصنوعي ښکلا بهر شې، د طبیعت سپېڅلې غیږ ته ځان وسپارې ذهن کې دې پوښتنې انګازې خورې کړي او ځان ته یې په دې بڼه را وړاندې کړې:
ولې خفه یم؟ ولې مې له خلکو لرې اوسیدل خوښیږي؟ ولې ځان یوازې احساس کوم؟.....؟

دلته نو بیا د خپل د خفګان بې شمېره علتونه درته کتار کړې په څو ثانیو کې دې له مخې د یو فلم د سحنې په شکل تېر شي، سوړ اسویلی دې له بدنه رخصت واخلي، سترګې دې اوښکو ته د تګ لاره هواره کړي زړه دې هم څه ویل غواړي خو ونه وایي.

چل او فریب دې مخ ته راشي، د ځینو انسانانو مکار هنرونه دې هوډ او ارادې وګواهي، هڅه وکړې چې تېر هیر کړې او ژوند ته رغون ورکړې، خو ددې هیلو جنازه دې هم د وجدان په اوږو بارشي زندګي ته د بایللي جوارګر په شان شاته شاته وګورې، او ناهیلي دې په مغز راتاوه شي، د تصمیم په لټه کې شې خو وخت او حالات دې دا دروازه هم دربنده کړي کوښښ وکړې یوه ژوره ساه واخلې خو زړه دې همت وبایلي.

ځان درته د نړۍ تر ټولو عاجز او بې ګټې موجود ښکاره شي له ځانه حساب واخلې خو دلته هم د وجدان قاضي ستا ملاتړ ونه کړي بیا د ژوند سخت او اوږد سفر در په یاد شي او د توښې کموالی دې وننګوي،قدم واخلې د خیال محلونه دې ونړیږي او له ځانه سره دا کلمه تکرار کړې چې:
الله ج مهربانه ده
الله ج مهربانه ده