
روهي( درې نۍ/۲۱ د لړم )، آلمان کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی، چې له دې هیواد څخه په وتلو مکلف دي. د آلمان حکومت غواړي د تنظیم شوي اخراج له قانون څخه په استفادې په چټکۍ سره د اخراجونو شمیر زیات کړي.
آلمانۍ ورځپاڼې ویلت د دوشنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه پورې ۲۳۵۹۵۷ تنه له آلمان څخه په وتلو مکلف شوي وو، خو دا رقم د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې ۲۴۷۴۰۶ تنو ته رسیدلی دی.
په رپوټ کې راغلي دي چې ۱۹۷ زره هغو کسانو چې له آلمان څخه په وتلو مکلف کړای شوي وو د «دولدونګ» یا د اخراج د ځنډیدو سندونه ترلاسه کړي دي، ځکه چې دوی د بیلګې په توګه یا هم ناروغان ول او یا یي هم د هویت اسناد نه درلودل. امنیتي سرچينې وایي چې ډيري اخراجونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.
د کورنیو چارو زوارت د یوه داخلي رپوټ پر بنسټ سږ کال د اخراجونو شمیر نه دی زیات شوی. تر ټولو ډیر اخراجونه د اپریل او می په میاشتو کې ثبت شوي دي چې په ترتیب سره د اخراج ۲۰۳۴ او ۲۰۰۰ موارد ثبت شوي دي.