
روهي( درې نۍ/۲۱د لړم )، د اټومي انرژۍ د څار نړیوال سازمان په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، د ایران په یوه نااعلان شوي سایت کې یې د یورانیمو بیلګې موندلي دي.
دغه سازمان په خپل یوه راپور کې دا خبره کړې، خو سایټ یې نه دی ښودلی.
اسراییل وړاندي ایران تورن کړی چې اټمي فعالیتونه یې په یوه نااعلان شوي سایت کې چې د تهران په څنډو کې په تورقوزآباد سیمه کې دی، پیل کړي دي.
د اټمي انرژۍ د څار نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د ایران د ټیټې سطحې غني شویو یورانیمو زیرمې لا هم د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون پر خلاف د پرمختګ په حال کې دي.