د میانمار پوځ ظلمونو په اړه عریضه

روهي(دوه نۍ/۲۰ د لړم)، ګامبیا د اسلامي همکاریو د سازمان په استازیتوب په میانمار کې د مسلمانانو د وژنې په اړه نن دوشنبې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه وړاندې کړې. د ګامبیا عدلیه وزیر او لوی څارنوالې ابوبکر ماري تمبادو یوې خبري اژانس ته ویلي چې مونږ د هغو ظلمونو پر وړاندې چې زمونږ شاوخوا کې کیږي نور چپ نه کینو او دا زمونږ پیغام ده چې د ظالمانو تر غوږو یې استوو. د میانمار پوځ په ۲۰۱۷ کال کې د مسلمانانو کورونو ته یې اور اچولی او د عملیاتو پر مهال یې مسلمانان ووژل .