نوازشریف د درملنۍ لپاره باید بهر ته لاړ شي

روهي(دوه نۍ/۲۰ د لړم)، د پنجاب د صوبې د روغتیا وزیر ډاکټر یاسمین راشد ویلي چې دې نواز شریف داسې معاینې دي چې ډېرې حساسې دي او د ده لپاره باید د هېواده بهر د درملنې لپاره لاړ شي. نواز شریف د فساد په تور د پاکستان د احتساب ملي ادارې په بند ده خو څه موده کیږي چې د نواز شریف ناروغۍ ډېره شوې او او نوموړی د اکتوبر په ۲۲ د سختې ناروغۍ له کبله د لاهور ښار سرویز روغتون ته ورسول شو. نواز شریف د شکر ناروغۍ سره د زړه ناروغۍ هم لري او د روغتیا پالو په خبره چې اوس یې پښتورګي هم خراب شوي دي.