
روهي( دوه نۍ/۲۰ د لړم )، د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، په هېواد کې یې د تېلو داسې نوې زېرمې موندل شوې دي چې په راسپړلو به یې د دې هېواد د تېلو تولید یو په درېیمه برخه ډېر شي. دا نوې زېرمې په سویل لویدیځ خوزستان ولایت کې موندل شوې دي او په کابو دوه نیم زره کیلومتره مربع سیمه کې پرتې دي.
ولسمشر روحاني ویلي چې په دې زېرمو کې کابو ۵۳ میلیارده بېلره خام تېل شته.
موږ داسې سیمه موندلې ده چې کابو ۵۳ میلیارده بېلره خام تېل پکې شته. دا د تېلو یوه پراخه سیمه ده چې له بوستانه تر امیدیه پورې ۲۴۰۰ کېلومتر مربع غځېدلې. دا تېل تر ۸۰ مترو ژور دي".
په دې وروستیو کې ایران پرې د امریکا لخوا د لګېدلیو بندیزونو له کبله نه دی توانېدلی چې خپل تېل بهرنیو بازارونو کې خرڅ کړي.