
روهي( دوه نۍ/۲۰ د لړم )، د بی بي ترمپ پوکڼۍ په ۲۰۱۸م کال کې د لندن د مظاهرو پر مهال مشهوره شوه. دغه پوکڼۍ چې د منتظمينو له خوا د امریکا الاباما ایالت ته انتقال شوې وه، یو چا یي اوس پر ملا چاړه ور ښخه کړې ده.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د شبنې په ورځ د متحده ایالاتو الاباما ایالت ته تللی وو. د هغه د سفر پر مهال یو کس د بی بي ترمپ په نامه هغه پوکڼۍ په چاقو وواهله او هوا یې ځنې و ایستله چې د لندن په مظاهرو کې مشهوره شوې وه.
دغه پوکڼۍ د احتجاج له پاره د الاباما ایالت تسکیلوسا (Tuscaloosa ) ښار ته وړل شوې وه، چیرې چې د الاباما او لویزیانا ایالتونو د پوهنتونونو د فوټبال د لوبډلو ترمنځ سیالي روانه وه او ترمپ هم هلته تللي وو.
دغه پوکڼۍ د رابرت کینیډي له خوا (Tuscaloosa ) ته وړل شوې وه. کینیډي وایي چې د پوکڼۍ ترڅنګ تیریدونکو کسانو دې ته ورته څرګندونې کولې.
امریکا د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې د ترمپ دویم ځلي کاندیدیدو په غبرګون کې یو شمیر خلکو شعارونه ورکول» د ۲۰۲۰م ترمپ«، او ځنو به ورسره انځورونه اخیستل. د هغه په خبره یو کس د «بی بي ترمپ» پوکڼۍ په لیدو سره نا قراره معلومیده. دغه کس په پوکڼۍ کې د شا له خوا د سوري په کولو سره د هغې هوا ووایستله.