
روهي(یوه نۍ/۱۹ د لړم)، د هوا ککړتیا د هند په شمال او د پاکستان په ځینو برخو کې خورا بدلونونه راوستي دي او د امریکا چاپیریال ساتنې اداره وایي چې د پاکستان لاهور د نړۍ په ککړو ښارونو کې راځي چې تېر کال یې هم د ککړوالي له امله دویم ځای خپل کړی و. پاکستان سیاستوال د چټلې هوا پړه په هندوانو اچوي او وایي چې هندي کروندګر د خپلو ځمکو پښاله سوځوي. د پولې هاخوا بیا هندي سیاستوالو ویلي چې زهرجنه هوا دوی ته د پاکستان او چین له خوا ورځي. د پاکستان د چاپیریال ساتنې وزیر زرتاج ګل وزیر په خپلې ټویټر پاڼه کې د ناسا يو انځور په خپرولو سره ویلي چې لاهور کې د لوګي لوی عامل په هند کې د وښو سوځول دي.