
روهي(یوه نۍ/۱۹ د لړم)، د عربي اماراتو په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر انور محمد قرقاش نن وویل چې اوس وخت کې تاوتریخوالی د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او مونږ په دې باور لرو چې د یوې پراخې دیپلوماسي د بریالیتوب امکان شته. دغه راز زیاته یې کړه چې د نیمګري اتومي موافقې او جګړې ترمنځ باید غلط انتخاب ونه شي.دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایت علی خامنه یي د ایراني مقامات له هر ډول مذاکراتو منع کړي مګر دا چې د امریکا متحده ایالات اتومي موافقې ته ورسیږي او په دې هیواد باندې بندیزونه لغوه کړي.