د هند او بنګله دېش توپان دوه میلیونه خلک بې ځایه کړل

روهي(یوه نۍ/۱۹ د لړم)، د هند بنګال لویدیځ ساګر ټاپو پورې رسېدلی توپان په هند او بنګله دېش کې کابو دوه میلیونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه کړل. د ریپوټونو له مخې دې توپان تر اوسه دوه تنه مړه کړي او د هند کلکتې نړیوال هوایي ډګر او نږدې بندرونو او هوایي ډګرونو تړل شوي.له بلې خوا په بنګله دېش کې هم د مونګلا او چیتاګونګ په نومونو دوه لوی بندرونو تړل شوي او د چیتاګونګ هوایي ډګر الوتنې هم درول شوي دي. هوا پیژندونکو وړاندوینه کړې چې دا توپان شمال ته خوځېدلی او ښایي توان یې کم شي.له دې توپان سره ۱‍۲۰ تر ۱۵۰ کیلومټره بادونه هم مل دي.