
روهي(یوه نۍ/۱۹ د لړم)، د عراق بغداد میدان واټونو کې د لاریونیانو د پاکسازي عملیاتو کې پولیسو څلور لاریونیان وژلي دي خو له دې وړاندې د عراق لومړي وزیر د اصلاحاتو راوستلو ژمنه کړې و. همداراز د عراق لومړي وزیر عادل عبدالهدي د بغداد واټونو کې د عادي حالت رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده او نوموړی وایي چې دې لاریونونو په سیاستوالو فشار راوستی چې په حکومت کې بدلون ومني. په عراق کېد لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ تنو ته ورسېد او دا لاریونونه لا دوام لري . عراق د مالي او اداري فساد لرونکو هیوادونو په نوملړ کې دوولسم هېواد دی.