ښځه له نر سره برابره ده،نه

د ادبیاتو د نوبل جایزې اخیستونکی ښاغلی ویلیام ګلدینګ وایي: « زه په دې باوري یم، هغه ښځې لیونۍ دي چې فکر کوي نر او ښځه سره برابر دي».

دوی تل ترې لوړې دي، ډېر لوړې،خورا لوړې...
تاسو فکر وکړئ، هر څه چې ښځې ته ورکړئ، په بدل کې یې خورا ښه شی درکوي، مثلاً که چېرې تاسو ورته نطفه ورکړئ هغه یې په بدل کې زوی/لور درکوي. که چېرې د ژوند لپاره ځای ورکړئ، هغه تاسو ته هماغه ځای په کورنۍ بدلوي. که چېرې تاسو غذایي ماده ورکړئ، هغه تاسو ته غذایي وعده درکوي. که چېرې تاسو هغې ته په شونډو موسکا خپره کړئ هغه تاسو ته زړه درکوي.

ځکه؛ ښځې چې کوم څیزونه د ډالۍ په نامه تر لاسه کوي، څو برابره ترې ښه څيزونه جوړه وي؛ نو تاسو فکر وکړئ ایا ښځه له نارینه سره برابره کېدای شي؟؟؟