
روهي( یوه نۍ/۱۹ د لړم )، عام خلک د نړۍ له دودیز سیاستوالانو څخه ستړي شوي دي چې ژمنې کوي او بیا یې ترې مخ اړوي.
پدې ورځو کې ، په یو شمیر هیوادونو کې ، ځینې سیاسي مشران لیدل کیږي چې خلکو پر وړاندې زورزیاتی کوي، مګر اوس د لومړي ځل لپاره ، خلکو د یوې ښځینه سیاستوالې په وړاندې عکس العمل ښودلی او هغه یې په نڅا د ښار کوڅو ته اړولې ده. د ۱۶ ساعتونو لپاره په لارو کوڅو کې درولو وروسته ، هغه پولیسو ته وسپارل شوه.
په بولیویا کې ، د اکتوبر په ۲۰ د ولسمشرۍ جنجالي شخړې وې ، چې وروسته مخالفینو په ټول هیواد کې لاریونونه پیل کړل او د دوی د درغلیو تور یې ورکړ. تر دې دمه په تاوتریخوالي لاریونونو کې درې تنه وژل شوي.
د نړیوال خبري اژانسونو په وینا ، د اپوزیسیون سیاسي فعالانو د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په شلمه د ولسمشرۍ ټاکنو پر ضد لاریونونه پیل کړل. په ورته وخت کې یوې ډلې د وینټو ښار په یوه پله کې ناسته وکړه. د استوګنې پرمهال دوی خبر شول چې دا د ولسمشر د ملاتړ کونکو سره په یوه بله نښته کې ، د اپوزیسیون دوه فعالان وژل شوي دي.
لاریون کونکي د ملوماتو په اوریدو سره غوسه شول ، او د ولسمشر په ځایې ښاروال یې برید وکړ او هغه یې له ځان سره د دفتر څخه وویستله. د پولیسو په وینا ، لاریون کونکو د ښځینه ښاروالې ویښتان غوڅ کړل ، دا یې په سره رنګ وویشته ، په کوڅه کې یې ودروله او په پای کې یې ورباندې په زور استعفا لاسلیک کړه. چارواکو هغه ښارواله وروسته روغتون ته ورسوله.