
روهي( یوه نۍ/۱۹ د لړم )، شینا ګل ډیره ساده پیغله ده ، دخبرو مېړنۍ نه ده ، خو بلا تکلفه اؤ دتصنوع نه پاک محفلونه خوند ورکوي.
شیناګل یوازې شنې سترګې،لوړ قد،سور سپین مخ،طلايي زلفو اؤ خاموش طبیعت دشینا ګل پېژندنه نه ده بلکې دهغې دغږ خوږلت هغه په ډيره لږه موده کې په ټولو پښتنو کې ځلولې ده اؤ دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه یې پیدا کړې ده.
خو دسندرې په فن پوهه خلک د شینا ګل ښائست یوازې دهغې دشهرت وجه نه ګڼي بلکې وایي دشینا ګل غږ کې دا توان شته چې دخپلو مینه والو پام ځانته راوګرځوي.
۲۲ کلنې شینا ګل اووه کاله وړاندې په سندرې ویلو شروع کړې ده ، د سندرې لمړی تربیت یې پخپل کور کې دخپل پلار استاد سلطنت نه اخستی اؤ له هغې وروسته د نوښار سیمې سره دتعلق لرونکو تکړه موسیقارانو غفار اؤ سجاد حسین شاګرده شوه.