روهي( یوه نۍ/۱۹ د لړم )، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو له لس تر ۱۲ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. د وزارت د چارواکو په خبره د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیې، چې د جلغوزې سږنۍ حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسیږي.
د جلغوزې ځنګلونه د هېواد په نهو ولایتونو« خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل» کې شتون لري، چې تر دې مهاله یې ۴۴ زره هکټاره ځمکه نیولې ده، چې تېر کال کې د جلغوزیو له یادو ځنګلونو څخه څه باندې ۲۳ زره ټنه محصول تر لاسه شوی دی. خو په روان کال کې دغه شمېره ۲۴ زره ټنو ته رسیږي.
د خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپیسا ولایتونه د هغو ولایتونو په ډله کې دي،چې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه په کې شتون لري. یواځې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې کابو ۴۰ زره کسان په دې برخه کې په کار وبار او د جلغوزیو په راټولولو بوخت دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا، تېر کال د لړم ۱۵ مه د جلغوزې ملي ورځ ونومول شوه. د روان کال د لړم په ۱۵ مه د جلغوزې د ملي ورځې په لمانځغونډه کې ولسمشر د جلغوزې صادراتو ته په شارې سره وویل: «زموږ پټې خزانې نورې پټې نه دي. زموږ دي، رڼې دي، مشروع دي او د افغانستان د صادراتو وړ دي.»
جمهوررییس غني د جلغوزیو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې نن د افغانستان ټول ولس د جلغوزیو په ارزښت پوهيږي. جلغوزې یواځې د لویې پکتیا نه دي، بلکه د ټول افغان ولس دي.
جلغوزې، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لري.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې افغانستان په کال کې له ۲۳ تر ۳۵ زره ټنه جلغوزیو د تولید وړتیا لري، چې که په اوسنۍ بیه محاسبه شي ۳۵ زره ټنه د کال څه باندې ۱.۴ میلیارډ ډالر جوړوي.
د جلغوزیو او چهارمغزو د تولید د سرچینو د پراختیا په پار د کرنې وزارت هلې ځلې ورځ تر بلې ډېریږي. د کرنې وزارت له خوا یواځې په روان کال کې د جلغوزیو او چهارمغزو اته زره او ۷۰ هکټاره ځنګلونه احیا شوي. د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د ځنګلولۍ ۱۰۸ ټولنې جوړېدل، یوزر او ۸۰ کورني قوریې جوړېدل، د پکتیا، خوست، او پکتیکا ولایتونو د جلغوزیو د تولیدوونکو ټولنو پر ګروپونو د جلغوزیو غوټو د راشکولو دوه زره او ۲۲۰ بیاتي ګانې وېشل، چې دغه بیاتي ګانې ۲۰ سلنه د جلغوزیو د ضایعاتو مخه نیسي اود جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې په پار درې زره او ۲۴۰ کسانو ته روزنه ورکول هغه بنسټیزې چارې دي، چې د جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې او د تولید د زیاتوالي په پار تر سره شوي دي. دغه راز روان کال په ټول هېواد کې د جلغوزیو ۶.۴ میلیونه نیالګي هم اېښودل کیږي، چې د جلغوزیو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ دی.
وروستي