جرمني کې په یو معدن کې چاودنه وشوه

روهي( یوه نۍ/۱۹ د لړم )، د جرمني د سکسانیا انحلټ په ایالت کې په یو معدن کې د چاودنې له امله ګن شمیر کارګران په معدن کې بند پاتې دي.
 
 
د یاد شوي ایالت پولیسو ویلي دي چې چاودنه د سهار په ۹ بجو رامنځته شوې ده . د چاودنې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت ښه ندی.
 
همدا ډول پولیسو ویلي دي چې یو زیات شمیر کارګران په معدن کې بند پاتې دي.
 

ویل کیږي چاودنه د مځکې نه ۷۰۰ متره لاندې رامنځته شوې ده . د چاودنې پر مهال په معدن کې ۱۰۰ تنو کاګرانو کارکولو چې ۳۵ تنه يي په خوندي سیمو کې شتون لري. تمه کیږي چې دا کسان هر څه ژر تخلیه کړې شي.