جموکشمیر کې د ډیرې زیاتې واورې د وریدو له امله ۹ تنو ژوند دلاسه ورکړی

روهي( یوه نۍ/۱۹ د لړم )، هندوستان په جمو کشمیر کې کې د ډیرې زیاتې واورې د وریدو له امله د ۴ تنو هندي سرتیرو په ګډون ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
 
د کشمیر د ځايي رسنیو ویلي دي چې د ډیرې زیاتې واورې د وریدو له امله ۴ تنو هندي سرتیرو او ۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
 
ویل کیږي دوو تنو هندي سرتیرو د کپواړا په سیمه کې د واورین توپان په نتیجه کې د واورو لاندې شوي او ژوند يي د لاسه ورکړی دی. همداشان دوو تنو نورو په یوې ټرافیکی پيښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سیمې د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې په سري نګر کې د ۳۵ سانتي متره واوره وریدلې خو په کپواړا، شوپیان، ګندبال او باره مولا په سیمو کې د واورې پلنوالی د سلو نه تر ۱۳۰ سانتي مترو پورې رسیږي.
 
په سیمه کې د ډیرو زیاتو واورو د وریدو او هوا حالاتو د خرابوالي له امله ټول ښوونځي او تعلیمي ادارات رخصت شوي دي. همداشان د ښار سره د ډیرو سیمو مواصلاتي لارې هم تړل شوي دي.