د هند پخواني لومړي وزير (من موهن سنګ) په شمول سلګونه هندي سيکان پاکستان ته تللي

روهي (نۍ/۱۸ د لړم)، د هند د پخواني لومړي وزير من موهن سنګ، د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړي سني دیول په شمول په زرګونه هندي سيکان پاکستان ته د خپل مذهب د بنسټ اېښودونکي (ګورو نانک) د زږېدنې مراسمو ته تللي دي.

دوی د پاکستان پنجاب ايالت کې د ګورو نانک زيارت ورځي. د سيکانو د باورونو پر اساس ګورو نانک په همدې سيمه کې مړ شوی وو.

پاکستان څه وخت وړاندې له هند سره هوکړه کړې چې د هندوستان سیکانو ته به اجازه ورکوي چې پنجاب کې دې مذهبي مراسمو ګډون وکړي او پرته له ويزې ورشي.