په خپل ورځینې خوړو لېست کې مو مڼې ته ځای ورکړې!

په خپل ورځیني خوړو لېست کې مو مڼو ته ځای ورکړې! مڼه له هغو مېوو څخه ده چې د کال په هر موسم کې پیدا کیږي. او هر ځای ته په کتو سره د مڼې رنګونه هم بېلابېل وي،او همداراز د نړۍ له هغو مېوو څخه ده چې کرنیز او مصرف شمېره یې ډېره ده. مڼه له رنګه ښکلې ده ،خوند یې خوږ او ښه بوی لرونکې مېوه ده.دا یوه عامه خبره ده چې خلک د مڼې په هکله وایي:یوه مڼه وخورې او د ډاکټر ته له تلو څخه ځان وساتې. د مڼې رنګ که هر ډول وي خو یو شمېر روغتیایي ګټې لري لکه: انرژي،ویټامینونه، کلسیم،وسپنه.پروتین. دلته د مڼو ځینې ګټې ذکر شوي دي. ۱ـ د ویټامین اې او سي په لوړه کچه درلودونکې مېوه ده: چې ویټامین سي بدن له جلدي ناروغیو ژغوري او پوره ګټه لري . ۲ـ ځوان ساتلو کې مرسته کوي: د روعتیایي ګټو سره شنه مڼه د بدن ښایست کې هم له تاسو سره مرسته کوي او د پوستکي په تازه والي کې ښکلا رامنځته کوي. ۳ـ هډوکي پیاوړي کوي: هره ورځ خوړلو سره یې هډوکي او غاښونه پیاوړي کوي ځکه د یو شمېر ویټامینونو درلودونکې ده. ۴ـ ویټامین kلري: شنې منې د kویټامین ښه منبع ده چې د وینې جریان ښه کېدو سره انسان شنې مڼې د زړه سربېره له یو شمېر نورو ناروغیو څخه مو ژغوري. لیکنه: مریم صدیقي